افغانستان سره په تجارتي لارو د اسانيو په راپېدا كولو اتفاق

پېښور 08 اپريل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د تجارانو پلاوي د سرحد چېمبر آف كامرس پخواني سينئر نائب صدر او د چېمبر د پاك افغان تجارت په اړه د كمېټې چيئرمېن شاهد حسېن په مشرې كښې د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت ډپټي وزير سلېمان بن شاه سره په افغانستان كښې ملاقات كړے. د ملاقات په مهال د پاك افغان شريك تجارت پشمول د ټرانزټ ټرېډ په اړوندو ستونزو بحث وشو. په دې مهال په غلام خان، خرلاچي او نورو مهمو تجارتي لارو اسانۍ پېدا كولو لپاره وړاندېزونه وركړر شول او په دواړو خوا اتفاق وكړے شو.