د پاكستان او روسيې د پلايو په كچه مذاكرات ډېر مثبت او ګټور وو٬په راتلونكې وخت كښې به زمونږ دوه اړخيزه اړيكې ډېرې ښه شي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي

اسلام آباد 07 اپريل (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې د پاكستان او روسيې د پلايو په كچه مذاكرات ډېر مثبت او ګټور وو٬په راتلونكې وخت كښې به زمونږ دوه اړخيزه اړيكې ډېرې ښه شي۔د شورو په ورځ د روسيې خارجه وزير سرګئې لاروف لخوا د پاكستان د دورې په اړه په خپل مهم بيان كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل چې د روسيې د خارجه وزير لخوا دا دوره د غېر معمولي نوعيت وه٬مونل د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو او د اوسني فريم وركس جاج اخستې۔مونږ د نارته ساؤته ګاز پائپ لائن په پروژه آمادګي ښودلې او د دې په لار كښې ټول اعتراضات لرې كړې شوي دي۔په ماسكو كښې د پاكستان سفير ته اختيار وركړې شوې چې هغه به په دې لړ كښې د ماسكو د توان وزارت سره پھ لوظ نامه د لاس ليك كولو مجاز وي۔ده ووئيل چې روسيه پاكستان سره د رېلوے او توان په څانګو كښې په ګډه كار كولو ته آماده دے۔ده ووئيل چې روسيې ته د سټيل ملز بحالولو بلنه وركړې شوې د كوم بنياد چې دوي اېښې و۔وزيراعظم عمران خان د روسيې صدر پيوټن ته د پاكستان د دورې كولو بلنه وركړې د روسيې صدر د پاكستان په دوره كولو كښې خوښي لري۔د كورونا وبائي صورتحال د ښه كېدو نه پس هغه پاكستان ته راتلل غواړي