باجوړ كښې د زمكې ښوئيدنې پھ پېښه كښې يو ماشوم او مېرمن مړه او دوه كسان ژوبل شوي

پېښور 07 اپريل (اے پي پي) د باجوړ په رشك سيمه كښې د زمكې ښوئيدنې پھ پېښه كښې يوه مېرمن او يو ماشوم مړه او دوه كسان ژوبل شوي دي۔ د انتظاميې له مخې د باجوړ ضلعې په رشك سيمه كښې د زمكې ښوئيندنې په سبب يوه مېرمن او يو ماشوم مړه او دوه كسان ژوبل شوي دي كوم چې طبي مرستې لپاره د خار روغتون ته رسول شوي دي