په سوات كښې د دوه ورځو په مهال د سيدوشريف په روغتون كښې د كورونا له امله ځپلي 17 تنه مړه شوي

سوات 07 اپريل (اے پي پي) پھ سوات كښې د كورونا درېمې چپې له امله د كووېډ- 19 په كيسونو كښې تر خطرناك حد اضافه ليدلې شي٬د تېرو دوه ورځو په مهال د كورونا له امله ځپلې 17 تنه مړه شوي۔ د سيدو روغتتون ډاكټر نجيب الله له مخې تېره ورځ 10 او نن 77 تنه مړه شوي۔ په روغتون كښې 158 رنځوران بستر دي چې پكښې 16 رنځوران پھ آكسيجن دي