د سعودي عرب خارجه وزير د بحرين وزيراعظم او پوځ ډپټي كمانډر سره ملاقات

رياض 07 اپريل (اے پي پي) د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان د بحرين وزيراعظم او پوځ ډپټي كمانډر شهزاده سلمان بن حمد آل خليفه سره ملاقات كړے۔ د سعودي خبر رسني ادارې له مخي د الرفاع الزاھر محل كښې شوي ملاقات كښې د سعودي عرب او بحرين د ورورولۍ اړيكو او بيلو څانګو كښې د مرستي جاج اخستلې شوې۔ د دې نه علاوه د شريكي خوښي په چارو او سيمه ايزو او نړيوالو حالاتو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع بحرين كښې مېشته د سعودي سفير شهزاده سلطان بن احمد، خارجه سيكرټري عيد الثففي او د خارجه وزارت ډائريكټر جنرل عبدالرحمن الداؤد هم موجود وو