په مقبوضه كشمير كښې د يو اړخيزه اقداماتو تر خاتمه به هند سره خبرې اترې نه شي كولې۔د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي

پېښور 06 اپريل (اے پي پي) د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي وئېلي دي چې كشمير د پاكستان شه رګ دے٬ په مقبوضه كشمير كښې د يو اړخيزه اقداماتو تر خاتمه به هند سره خبرې اترې نه شي كولې۔د نهې پھ ورځ په اوركزئي هېډكوارټر جرګه هال كښې خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې شهريار آفريدي ووئيل چې تر څو چې د هند حكومت د مقبوضه كشمير متنازعه حېثيت نه وي تسليم كړې او د 370 او 35 اے دفعات يې نه وي بحال كړې د هند حكومت سره به تر هغه وخت هېڅ خبره ونه كړې شي او نه به كوم ډول تجارت وكړې شي۔ده ووئيل چې قائداعظم محمد علي جناح په كال 1947 كښې مقبوضه كشمير د پاكستان شه رګ ګرځولې۔په كال 1948 كښې نهرو د كشمير مسئله ملګرو ملتونو ته ورسوله او د ملګرو ملتونو په قرارداد كښې كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركولو ووئيل شول۔ده ووئيل چې بايد د دې قرارداد له مخې كشميريانو ته د رائے حق وركړې شي