اولس مشر ممنون حسېن سره د نېشنل ډيفنس پوهنتون صدر لېفټېننټ جنرال نذير احمد بټ وليدل

اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي نېشنل ډيفنس پوهنتون ﴿اېن ډي يو﴾ د معياري تعليم وركړې٬ د سوېلين او پوځي چارواكو تربيې او د دفاعي حكمت عملې په تجويز كولو كښې د ستائنې وړ كردار ترسره كوي۔ ده دا خبره د اېن ډي يو صدر لېفټېننټ جنرال نذير احمد بټ سره په ايوان صدر كښې د نهې په ورځ خپلو خبرو كښې وكړه۔ د جديد تعليم ترلاسه كولو اهميت پھ ډاګه كولو سره اولس مشر ممنون حسېن په ټول هېواد كښې د لوړو زده كړو د معيار په لا لوړولو ټينګار وكړو