د هېواد په ګټه به پريكړې كولې شي،سينېټر شبلي فراز

اسلام آباد 05 اپريل (اے پي پي) سينېټر شبلي فراز وئيلي دي چې بليك ميلنګ نه چليږي،د هېواد په ګټه به اصولي پريكړې كولې شي۔د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د اعتراض په نكته د خيالاتو څرګندوني سره ده ووئيل بايد د هېواد په ګټه سياست ونه كړې شي۔ قائمه کمېټۍ د ايوان مهمه برخه ده۔په دې كښې د ټولو ګوندونو نمائندګي وي۔په كمېټو كښې د ټولو چارو تفصيلي جاج اخستلې كيږي۔ده ووئيل اپوزيشن دا ثابتوي چې په قومي ګټو سياست كوي