پېښور ۔4 اپرېل (اے پی پی) د پېښور لېډی ریډنګ روغتون (اېل آر اېچ) كښې د كورونا رنځورانو شمېره 200 نه زياته شوې ده۔ د روغتون ډائرېكټر محمد ابرار خان وئيلي روغتون كښې د كورونا د زياتو نه زيات رنځورانو داخلولو هڅې به كولې شي۔ د اېل آر اېچ وياند محمد عاصم له مخې روغتون كښې د 500 بېډز مېډسرج بلډنګ ته د كورونا وائرس رنځورانو شفټ كول پېل كړې شوي دي۔ دې سره سره اولډ پلمونالوجی یونټ هم فعال كړے شوے دے۔ د وياند له مخې د روغتون ډائرېكټر په نګرانۍ كښې انتظامي ډله 24 ساعته د آكسيجن رسنې او نورو اړوندو چاري جاج اخلي۔ د روغتون انتظاميې وېنا ده چې حالات نارمل نه دي ځكه د معمول نه د زياتو وسائلو كارولو ټولې ممكنه هڅې كولې شي۔