باجوړ۔3اپرېل(اے پی پی) ضلعی انتظامیې باجوړ كشې د ماسك اچول لازمي ګرځولو له دفعه 144 نافذ كړې ده۔ د ډپټی کمشنر محمد فیاض خان لخوا د جاري كړې شوي نوټیفکیشن له مخې ضلع كښې د كورونا كېسونو زياتېدو له امله د ماسك كارول لازمي ګرځولې شوي دي او په دې بابله دفعه 144 نافذ كړې شوې ده۔ خلاف ورزي كوؤنكو ته به د جرمانو او زندان سزا وركولې شي۔ د بیان له مخې دكاندارانو له به د دكان دننه ماسك او ګلوز كارول وي۔ د خلاف ورزۍ په صورت كښې به دوئي نيولې او جرمانه كولې شي۔ دغسې دكانونو كښې د سماجي فاصلې په خيال نه ساتلو به هم د دكاندارانو په ضد كارروائي كولې شي