اليكټرانك ووټنګ مشينز او پاكستان كښې د ووټنګ سباون

زاهد اكبر عباسي

ترجمه۔صفي الله

دا يوه مهمه پوښتنه ده چې پاكستان به انتخابي عمل كښې شفافيت لپاره د اليكټرانك ووټنګ لار اختيار كړي يا روايتي طريقه كار به روان وساتلے شي ځكه چې په هېواد كښې د اليكټرانك ووټنګ مشينز جوړولو عمل تندۍ سره روان دے۔ د تيرو څو كلونو راهسي تيرو حكومتونو د ځيني وجوهات په  بنا د سپيځلي ووټنګ نظام پلو د تللو څخه ډډه كړې خو د پاكستان تحريك انصاف حكومت په دې حقله خپل ځان مختلف ثابت كړے او د دې مشن  علمبردار ګرځيدلے۔وزير اعظم عمران خان تير كال نومبر كښې پاكو ټاكنو لپاره اليكټرانك ووټنګ مشين (اي وي اېم ) معارفي كولو له د عزم څرګندونه كړې وه۔قام ته خپل خطاب كښې هغه وئيلي وو د 2013 ټولټاكنو كښې پاكستان تحريك انصاف سره سره مسلم ليګ نواز،پاكستان پيپلز پارټۍ هم د ټګۍ تورونو چغې وهلې وې او دغه تورونه بيا په 2018  ټولټاكنو كښې هم رامخې ته شول  ۔

هغه دا عزم څرګند كړو چې زمونږ ګوند به د پارلمان نه د اليكټرانك ووټنګ منظوري اخلي۔ دې سره به نه يواځي بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د ووټ حق ترلاسه شي بلكه دا جديد ټيكنالوجي به ټاكني هم سپيځلي كړي۔هغه ووئيل اليكټرانك ووټنګ مشينونه به ټاكنو كښې سپيځلتيا او دې نه پس انتخابي عمل كښې د ټګۍ تورونو مخنيوي له مرستياله وګرځي۔هېواد كښې يوه لسيزه وړاندي په اي وي اېم كار پيل شوے ؤ خو د تيرو حكومتونو د پام لرني نه كولو په وجه دغه ساز او سامان نه ؤ استعمال شوے ۔نېشنل انسټي ټيوټ آف اليكټرانكس (اين آئي اي) جديد مواصلاتي نظام سره مطابقت لرلو لپاره پخوانې سامان اپ ګريډ كړے۔

 

 اين آئي اي كښې سائنس او ټيكنالوجي وزير په حيثيت سره چوهدري   فواد حسېن تندۍ سره بدلون راوستے۔ د آلاتو آزمائېلو عمل روان دے دغسې چې دا باوري كړے شي چې رزلټ ټرانسميشن سسټم (آر ټي ايس) بيا ناكام نه شي كوم چې د 2018 په ټولټاكنو كښې د انتخابي نتيجو د انتظام او نظام برخه  ؤ ۔د اين آئي اي پوهانو دا مشين د ځائي ټيكنالوجۍ سمولو او  تحفظ باوري كولو سره د نړيوال معيار تر مخه جوړ كړے۔

ډائريكټر جنرل انسټيټيوټ آف اليكټرانك( اين آئي اي) عبد المجيد سومرو په حقله ووئيل اليكشن كمېشن آف پاكستان (اي سي پي) د دې ټيكنالوجۍ د استعمالولو پريكړې نه پس اي وي ايم وړومبے ورژن جوړ كړے ؤ او د دې جوړولو لپاره ټينډر غوښتلې شوي وؤ۔اين آئي اي د نړيوالو كمپنيو سره ټينډر كښې هم برخه اخستې خو دا مهال پريكړه نه ده شوې ،ادارې د جديدو تقاضو تر مخه په دې كښې جديد خصوصيات شاملولو سره پخپله هم په دې ټيكنالوجي كار كولو۔ د سائنس او ټيكنالوجي وزير چوهدري فواد حسېن اوسنيو كښې د دې ټيكنالوجي  ښه كولو لپاره د نور مشاورت لپاره يوه ذيلي كمېټي جوړه كړې دغسې چې راروانو ټاكنو كښې د دې استعمال باوري شي۔ په اي وي ايم كښې د بيلټ باكس پشمول درې مركزي اجزا باندې مشتمل دے كوم چې يلټ پيپر پرنټ كولې شي او خپل ريكارډ پټ ساتلے شي، يو ووټ كاسټنګ يونټ چې پكښې برقياتي علامات او يو كنټرول يونټ دے كوم به چې د اي سي پي د لاري مشين چلولو او د نتيجو ترلاسه كولو لپاره استعماليږي۔

 

   دا مشين د ډيټا سيكيورټي اهميت او انتخابي نتيجو برابرولو تر مخه جوړ شوے ٬ دې لپاره اي وي اېم د لاري جمع كړو نتيجو كښې د ټګۍ امكانات ختمولو لپاره مشين كښې دننه پټ د بيلټ پيپر د لاري ډبل چيك لګېدلے او تصديق كيدے شي۔اين آئي اي د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په مرسته ډيزائن كښې د لا ښه والي اراده لري۔

د اليكشن كمېشن پخواني سكريټري كنور محمد دلشاد ووئيل اليكټرانك ووټنګ مشين(اي وي اېم) منصوبه د تيرو 15 كلونو راهسې اي سي پي كښې د غور لاندې وه خو پخوانو حكومتونو د خوښۍ نه لرلو په وجه په دې عمل درآمد ونه شو۔ كله چې ما په اي سي پي كښې خذمات ترسره كول۔ هغه وخت مو په اي وي اېم زيات كار كړے ؤ خو هغه وخت حكومت سنجيدګي نه لرله او په دې وجه مخ په وړاندې نه وو تللي۔زما په خيال اي وي اېم د انتخابي ټګۍ او بے ضابطګيو مخنيوي ښه حل دے۔ده ووئيل د ووټرانو بائيوميټرك لاګنګ او  د هغوي د ګوتو د تصديق نه پس به په اليكټرانك علامت يوه بټن  سره رائے وركونكے پولنګ بوتھ ته تللے شي چې ورسره به  بيلټ پيپر كښې د ټګۍ او د ټيمپرنګ امكان ختم شي۔كنور دلشاد مؤقف لرلو چې اليكشن كمېشن آف پاكستان (اي سي پي) به دې قانون له قانون سازي او آئيني بدلون نه پس د دې مشين په استعمال اتفاق وكړي۔

دغسې د پاكستان تحريك انصاف لارښود كنول شوذب ووئيل هند د آبادۍ په لحاظ سره تر ټولو لوئ هېواد دے او كه په هند كښې انتخابات لپاره اي وي اېم ټيكنالوجي خپليدې شي نو پاكستان كښې ولې نه؟ دا ټيكنالوجي د اروپا او امريكې پشمول ټوله نړۍ كښې استعماليږي چرته چې ټاكني زياتره غير متنازعه دي۔ هم دغه وجه ده چې په دغه هېوادونو كښې جمهوريت وده موندلي۔ده ووئيل امريكا كښې 1910 راهسي ووټنګ مشينونه استعماليږي چرته چې ميكانكي ليور څخه چليدونكي مشينونه د خوښي اميدوار  منتخب كولو له استعمال كړې شوي خو هغوي نوې ټچ اسكرين مشينونو له لاره وركړې ، كوم چې په 2020 ټاكنو كښې د امريكې ټاكنو په ځينې رياستونو كښې استعمال شوي۔

چرته چې يو پلو  اين آئي اي خپل مشين  آزمائېلے نو بل پلو اليكشن كميشن آف پاكستان هم رائے وركولو له په يو بل نظام تجربه كړې۔ وزيراعظم عمران خان ته د شورو په ورځ د كامسيټس پوهنتون د تحقيق او پرمختګ څانګي او د نېشنل انسټي ټيوټ  آف اليكټرانكس د اړخه د جوړ كړي اليكټرانك ووټنګ مشين اپ ګريډ ماډل ، د ووټنګ كريقه كار او د مشين مختلف فيچرز په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل د ماضي تجربې په رڼا كښې انتخابي عمل په هر ممكن ډول پاكول ، محفوظ او غير جانبدار جوړولو له اليكټرانك ووټنګ مشين معارفي كول د هېواد او د جمهوريت په ګټه دے او حكومت په دې اړه لوظي دے۔(