اسلام آباد 25مارچ (اے پی پی) د بینظیر انکم سپورټ پروګرام ترمخه راروان كال به وسیله تعلیم پروګرام د هېواد تر 50 ضلعو پراختيا كولې شي۔ ’’بی آئی اېس پی ‘‘ چارواكو اے پی پی ته ووئيل دا مهال د هېواد 32 ضلعو پرائمری سکولونو 1.3 ملیونه ماشومان د پروګرام څخه مستفید كېږي او تر جون 2017ء به به دا شميره 1.6ملیون ته رسولې شي۔ چارواكو له مخې بشري وسائلو پرمختګ بنیادی اهمیت لري او په دې اړه انتظامیه كوټلې منصوبه بندی کوي۔ چارواكو ووئيل حکومت د ماشومان تعلیم ته خاص پام لرنه كوي دغسې چې د تعلیم شرح زياته شي۔