سنچورین۔ 31 مارچ (اے پی پی) د پاكستان او سوئيلي افريقې كركټ لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو مېچونو د سيريز اولنے مېچ سبا د اپرېل په 2 مه نېټه سپر سپورټ پارک، سنچورین كښې كېږي۔ د پاكستان لوبډله دا مهال د سوئيلي افريقې په دوره ده۔ د پاكستان لوبډله به دغلته د درېو يو ورځنو او 4 ټي 20 مېچونو سيريز كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د يو ورځنو مېچونو د سيريز دويم مېچ به د اپرېل په 4 مه نېټه جوهانسبرګ او درېم او وروستے مېچ به په 7 مه نېټه سنچورين كښې كېږي۔ د پاكستان كركټ لوبډلې مشري به بابر اعظم او د سوئيلي افريقې لوبډلې مشري به تیمبا بووما كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د ټي 20 سيريز اولنے مېچ به د اپرېل په 7 مه ٬ دويم په 12مه ٬ درېم په 14مه او څلورم او وروستے مېچ به په 16 مه نېټه كولې شي۔ اولني دوه مېچونه به جوهانسبرګ او وروستي دوه مېچونه به سنچورين كښې كېږي