آکلېنډ۔30مارچ(اے پی پی) د نیوزی لېنډ او آسټرېلیا مېرمنو كركټ لوبډلو ترمينځه د سيريز درېم او پرېكنده ټي 20 انټرنېشنل مېچ سبا د زيارت په ورځ آکلېنډ كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه سيريز 1-1 سره برابر دے۔ هېملټن كښې شوي اولني مېچ كښې آسټریلیا وېمن په 6 وکټونو سره كاميابي ترلاسه كړې وه۔ نيپئر كښې شوي دويم مېچ كښې نیوزی لېنډ 4 وكټونو سره كاميابي ترلاسه كړې وه او سيريز ئې برابر كړے ؤ۔ په درېم او پرېكنده مېچ كښې د دواړو لوبډلو ترمينځه د سختې مقابلې امكان دے