د اسلام آباد كراټې اېسوسي اېشن صدر اعجازالحق د اجمل خان د پلار په مړينه خواشيني وښودله

اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) د اسلام آباد كراټې اېسوسي اېشن صدر اعجازالحق او سېكرټري اوېس رشيد مغل د كراټې كوچ اجمل خان د پلار په مړينه خواشيني ښودلې. د غمرازې په خپل پېغام كښې دوي دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي.