وړومبې ډېره اسماعيل جيپ رېلي د پاكستان نمبر ون رېسر صاحبزاده سلطان وګټله

اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) وړومبې ډېره اسماعيل جيپ رېلي د پاكستان نمبر ون رېسر صاحبزاده سلطان وګټله. د رېس له مخې صاحبزاده سلطان د 120 كلوميټره فاصله په يو ساعت 33 دقيقې او 33 ثانيو كښې ترسره كړې. زېن محمود په دوهم او مير نادر مګسي په دريم نمبر راغلي دي. په ښځينه رېسرز كښې ټشنا پټېل وړومبې پوزيشن ترلاسه كړے.