په شېخوپوره كښې د بس او ټرالر ټكر كېدو په پېښه كښې 5 كسان مړه او 12 ژوبل شوي

شېخوپوره 28 مارچ (اے پي پي) په شېخوپوره كښې د بس او ټرالر ټكر كېدو په پېښه كښې 5 كسان مړه او 12 ژوبل شوي دي. د نجي ټي وي چېنل رپورټ له مخې دا پېښه د اتوار په سهار د مريد كے د سادهو سيمې سره نزدې رامېنځ ته شوې او پكښې 5 كسان مړه او 12 ژوبل شوي دي. د پوليسو له مخې پېښه د تند رفتار له امله رامېنځ ته شوه. ژوبل شوي كسان تحصيل هېډكوارټرز روغتون ته رسول شوي دي. پوليسو د پېښې مقدمه درج كولو سره پلټنې پېل كړې دي.