اېنټيګوا 27 مارچ (اے پي پي) د وېسټ انډيز او سري لنكا د كركټ لوبډلو ترمېنځه دوهم او وروستې ټېسټ مېچ به ﴿سبا﴾ د ګل په ورځ په اېنټيګوا كښې پېل كېږي. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د ټېسټ سېريز وړومبې مېچ هم په دې لوبغالي كښې ډرا شوے و. د وېسټ انډيز د لوبډلې مشري به ګريګ براتهوېټ او د سري لنكا د لوبډلې مشري به ديموتھ كرونارتنے كوي. د دې څخه وړاندې د وېسټ انډيز لوبډلې د سري لنكا لوبډلې ته د درې ټي ټونټي مېچونو په سېريز ماتې وركړې.