هېملټن 27 مارچ (اے پي پي) د نيوزي لېنډ او بنګله دېش د كركټ لوبډلو ترمېنځه د درې مېچونو د سېريز وړومبې ټي ټونټي مېچ به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ په هېملټن كښې كېږي. د نيوزي لېنډ د كوربه لوبډلې مشري به ټم سائودي او د بنګله دېش د لوبډلې مشري به تميم اقبال كوي. د نيوزي لېنډ لوبډلې د دې څخه وړاندې د بنګله دېش لوبډلې ته په درې يو ورځنو مېچونو كښې ماتې وركړې. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دوهم ټي ټونټي مېچ به د مارچ په 30مه نېټه او دريم او وروستې مېچ به د اپرېل په وړومبې نېټه په آكلېنډ كښې كېږي.