د خېبر پښتونخوا وزيراعلي سوات كښې 17 كاله پس د فلائټ آپريشن په بحالۍ د خېبر پښتونخوا اولس له مباركي وركړه

پېښور 26 مارچ (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان سوات كښې 17 كاله پس د فلائټ آپريشن په بحالۍ د خېبر پښتونخوا اولس له مباركي وركولو سره ووئيل د هوائي ميدان په بحاليدو كښې د مراد سعيد كردار د ستائني وړ دے۔ د تفصيلات تر مخه د سيدو شريف هوائي ميدان پرانستي دستورې ته د خېبر پښتونخوا وزيراعلي خطاب كښې ووئيل نن مونږ د وزيراعظم عمران خان د هڅو په وجه رايوځاے شوي يو، سول ايوي ايشن ،ډسټركټ ايډمنسټريشن ،پوليس خپلې هلي ځلي كړي، د سيدوشريف هوائي ميدان په بحاليدو كښې د مراد سعيد كردار د ستائني وړ دے۔محمود خان ووئيل د وفاقي وزير غلام سرور او د پي آئي اے هم مننه كوم۔ده ووئېل ټول درناوے د مراد سعيد دے او دا د سوات سپوت دے،مونږ چې كوم لوظونه كړي د هغي پوره كولو له متحرك يو۔ده ووئېل د سيدو شريف هوائي ميدان چې كله بند شوے ؤ هغه وخت د سوات حالات خراب وؤ۔ د خېبر پښتونخوا وزيراعلي ووئيل د سوات ،مالاكنډ وګړو له مباركي وركوم، سيلګرۍ ته وده وركول د وزيراعظم ويژن دے، صوبه كښې به د پرمختيائي پروژو جال خپرولے شي، د آسټريا څخه راتلونكے كس په سوات كښې 4 زره كورونه جوړول غواړي