چيف آف ايئر سټاف انټرنېشنل سكواش چېمپئن شپ به د مئي په 31مه نېټه پېل كېږي

اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي) چيف آف ايئر سټاف انټرنېشنل سكواش چېمپئن شپ به د مئي په 31مه نېټه په مصحف سكواش كمپلېكس اسلام آباد كښې پېل كېږي. د پاكستان سكواش فېډرېشن سېكرټري جنرل ګروپ كېپټن طاهر سلطان اے پي پي ته ووئيل چې د چېمپئن شپ چمتووالې نيول كېږي. ده ووئيل چې په چېمپئن شپ كښې به د پاكستان پشمول د بېلا بېلو هېوادونو نارينه او زنانه لوبغاړې برخه اخلي. ده ووئيل چې په ټورنامنټ كښې د سړو ايونټ لپاره 30 زره ډالر او د مېرمنو ايونټ لپاره 12 زره ډالر انعامي رقم كېښودل شوے. ده ووئيل چې دا ايونټ به د جون تر 4مه نېټه روان وي.