اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي) د اسلام آباد چېلنج فټ بال ټورنامنټ دوه كوارټر فائنل مېچونه به ﴿سبا﴾ د اتوار په ورځ په كوټي اېنډ ټي فټ بال ګراٶنډ كښې كېږي. وړومبې كوارټر فائنل مېچ به د كرن كلن او اسلام آباد اكېډمي كلب لوبډلو ترمېنځه كېږي. په دوهم كوارټر فائنل كښې به د اكبر كلب مقابله د ايور ګرين كلب لوبډلې سره كېږي. په ټورنامنټ كښې د اسلام آباد 28 لوبډلو برخه واخسته.