په فېصل آباد كښې د ټېكسټائل فېكټرې د مزدورانو د بس چپه كېدو په پېښه كښې 20 كسان ژوبل شوي دي

فېصل آباد 25 مارچ (اے پي پي) په فېصل آباد كښې د ټېكسټائل فېكټرې د مزدورانو د بس چپه كېدو په پېښه كښې 20 كسان ژوبل شوي دي. د رېسكيو 1122 له مخې پېښه د فېصل آباد په جړانواله سيمه كښې په بچيانه روډ رامېنځ ته شوې چرته چې د كارخانې د ملازمينو بس ښوئېدو سره پټي ته لاړو او چپه شو. په پېښه كښې 20 كسان ژوبل شوي دي كوم چې ټي اېچ كيو روغتون ته رسول شوي دي.