پونا 25 مارچ (اے پي پي) د هند او انګلستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه د درې يو ورځنو مېچونو د سېريز دوهم مېچ به ﴿نن﴾ د جمعې په ورځ په پونا كښې كېږي. د هند كوربه لوبډلې د سېريز وړومبې مېچ ګټلې دے. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دريم او وروستې مېچ به د مارچ په 28مه نېټه كېږي.