د بلوچستان د تفتان ښار په لويه لار په ټرافيكي پېښه كښې 7 كسان مړه او 2 ژوبل شوي

كوئټه 25 مارچ (اے پي پي) د بلوچستان د تفتان ښار په لويه لار په ټرافيكي پېښه كښې 7 كسان مړه او 2 ژوبل شوي دي. د نجي ټي وي چېنل رپورټ له مخې د زيارت په سهار د بلوچستان په مستونګ ضلع كښې د تفتان په لويه لار د مسافرو كوچ او موټر په خپلو كښې ټكر شوي دي او په نتيجه كښې ئې د يوې كورنۍ 7 كسان مړه او دوه ژوبل شوي دي. د پوليسو له مخې پېښه د تند رفتار له امله رامېنځ ته شوې. ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي او د پېښې پلټنې پېل كړې شوې دي.