د مانسهره حلقه پي كے 31 څخه د پي ټي آئي غړے بابر سليم خان سواتي د كورونا په رنځ اخته شو

مانسهره 25 مارچ (اے پي پي) د مانسهره حلقه پي كے 31 څخه د پي ټي آئي غړے بابر سليم خان سواتي د كورونا په رنځ اخته شوے او خپل ځان ئې په كور كښې جلا كړے. د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ سپيكر مشتاق احمد غني او د خېبر پښتونخوا د وزيراعلٰی خاص مرستيا سيد احمد حسېن شاه د هغه زر روغتيا لپاره دعا كړې او وئيلي ئې دي چې د كورونا دريمه چپه سخته شوې. بايد اولس احتياط كولو سره په اېس او پيز عمل وكړي.