د پاكستان او چين دوستي دنګه ونه ده ، د دوستې جرړې د دواړو هېوادونو د اولسونو په زړونو كښې دي. د چين سفارتكار د پاكستان ورځې په موقع مباركي

نيويارك 24 مارچ (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د چين سفارتكار زانګ جون وئيلي دي د پاكستان او چين 70 كله دوستي د وخت تېرېدو سره يوه دنګه ونه جوړه شوې، د دوستې جرړې د دواړو هېوادونو د اولسونو په زړونو كښې دي. ده دا خبرې تېره ورځ د پاكستان ورځې د خوشحالې په موقع په ملګرو ملتونو كښې د پاكستاني مشن تر سيوري لاندې د پاكستان دائمي استازي منير اكرم په مشرې كښې غونډې ته ورچوئل وېنا كښې وكړې. ده ووئيل پاكستان او چين د دوستې او ورورولۍ اړيكې لري او وخت تېرېدو سره دا اړيكې لا قوي شوي. ده ووئيل مونږ د پاكستان په كاميابو خوشحاله يو او تر ټولو زياته دا چې د پرمختګ په دې سفر كښې مونږ د پاكستان په ملګرتيا هم خوشحاله يو. ده ووئيل مونږ نړيوال امن برقرار ساتلو لپاره يو بل سره په نزدې توګه كار كوو. د چين سفارتكار د ملګرو ملتونو په امن مشنز كښې د پاكستان د مرستې، د امن ودې او د ملګرو ملتونو د كال 2030م نړيوالې اېجنډې لپاره د هڅو ستائنه وكړه. ده ووئيل د كورونا وائرس له امله د اقتصادي او مالي ستونزو په اړه د ملګرو ملتونو د اقتصادي او سماجي كونسل صدر او د پاكستان دائمي استازي منير اكرم هڅې هم د ستائنې وړ دي. ده ووئيل د سي پېك پېل كېدو نه پس د مرستې ښې نتيجې راوتلي دي. چين راتلونكو 6 كلونو لپاره د پاكستان تجارتي شراكت دار جوړ شوے.په دې موقع د آذربائيجان سفارتكار ياشر عليف هم وېنا وكړه او پاكستاني اولس ته ئې د پاكستان د ورځې مباركي وركړه. دستورې ته نورو يو شمېر سفارتكارو هم وېنا وكړه او پاكستاني اولس له ئې د دې ورځې مباركي وركړه.