د پېښور او چارسدې پشمول د خېبر پښتونخوا په 9 ضلعو كښې تعليمي ادارې به د اپرېل تر 11مه نېټې بندې وي

پېښور 24 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د تعليم وزير شهرام خان تركۍ وئيلي دي د اېن سي او سي د ګائيډ لائنز له مخې د وړاندې نه په ګوته شوو ضلعو پېښور، مردان، نوښار، صوابې، چارسده، كوهاټ، سوات، مالاكنډ، كوز دير او بونير كښې به نجي او سركاري تعليمي ادارې د اپرېل تر 11مې نېټې بندې ساتلې شي. په بونير كښې هم د كورونا زياتېدونكو كېسونو له امله ټولې تعليمي چارې بندې كړې شوي. مېډيا ته په جاري كړي بيان كښې د تعليم صوبائي وزير ووئيل په كومو ضلعو كښې چې كورونا زياته شي، هغه به هم په سمدستي توګه د اپرېل تر 11مه نېټې بندولې شي. ده ووئيل دا پرېكړه د زده كوونكو او ښوونكو صحت لپاره شوې. ده ووئيل د زده كوونكو او ښوونكو صحت زمونږ وړومبې ترجيح ده. ده ووئيل په كومو ضلعو كښې چې سكولونه پرانستلے شوي، هلته هم انتظاميې ته سخت هدايت شوے چې په اېس او پيز عمل باوري كړي. ده ووئيل مونږ په خپله د تعليمي ادارو څارنه كوو او په دې لړ كښې كومه كوتاهي به ونه زغملې شي. د بورډ امتحاناتو په اړه ده ووئيل سږ كال به امتحانات ضرور كېږي ، زمونږ دعا ده چې تر امتحانات حالات قابو شي