پېښور 23 مارچ (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا د اعلٰی وزير د اطلاعات او لوړو زده كړو صلاحكار كامران بنګش د پاكستان ورځې په موقع په خپل يو پېغام كښې وئېلي دي چې 23 مارچ زمونږ د تاريخ زرينه ورځ ده٬مونږ له به په خپلو صفونو كښې اتحاد٬نظم و ضبط پېدا كول وي او دا د دې ورځې پیغام دے۔هغه ووئيل نن د پاكستان د اسلامي فلاحي رياست جوړولو عزم پخلي كولو ورځ ده۔هغه ووئيل مونږ هېواد د كرپشن٬بې وزلۍ٬ناانصافۍ او استحصال نه پاكولو سره د پاكستان د جوړېدو مقصد ترلاسه كېدې شي