د پاكستان زنده باد موومنټ تر اهتمام لاندې د يو والي څرګندونې لاريون

پېښور 23 مارچ (اے پي پي) د پاكستان زنده باد موومنټ تر اهتمام لاندې د پاكستان ورځې حوالې سره د پېښور پرېس كلب وړاندې د يووالي څرګندونې لاريون وويستلې شو او د پاكستان په حق كښې نعرې پورته كړې شوې۔ په لاريون كښې د برخه اخستونكو وېنا وه چې د پاكستان زنده باد موومنټ مقصد هر پاكستانې وګړے د پاكستان اهميت نه خبرول او د خلكو زړونو كښې هېواد سره مينه پېدا كول دي۔د پاكستان ورځې لمانځلو مقصد نظريه پاكستان او هېواد سره د مينې څرګندولو پېغام وركول دي او د دې لوظ پخلې كول دي چې مونږ به پاك پوځ سره اوږه په اوږه ودرېدو سره په هره كچه د دښمنانو مقابله كوو او د خپل هېواد د پولو به حفاظت كوو