د هېواد د نورو برخو په ډول د صوبائي سرښار كوئټې پشمول په ټول بلوچستان كښې د پاكستان ورځ جوش او جذبې سره ولمانځلې شوه

كوئټه 23 مارچ (اے پي پي) د هېواد د نورو برخو په ډول د صوبائي سرښار كوئټې پشمول په ټول بلوچستان كښې د پاكستان ورځ جوش او جذبې سره ولمانځلې شوه۔په دې موقع د پاكستان ورځې مناسبت سره لاريونونه وويستلې شول او د دستورو اهتمام وكړے شو۔لاريونونو كښې ګډون كوونكو بېنرې٬پلۍ كارډ او قامي بېرغونه پورته كړې وو۔لاريونونو كښې ګډون كونكو ته په خپل خطاب كښې مير نثار احمد مري٬حاجي مير بهار خان او ډېره غازي خان پوادي د پاكستان ورځې په تاريخ رڼا اچولو سره ووئيل 23 مارچ 1940 زمونږ د تاريخ يوه زرينه ورځ ده٬دا ننۍ ورځ د دې لوظ پخلې كول دي چې د قائداعظم محمد علي جناح په فرمان ايمان٬اتحاد٬تنظيم يقين محكم عمل كولو سره به د هېواد تعمير پرمختګ او څوكالۍ كښې خپل بشپړه كردار ترسره كوو