نننۍ ورځ د دې لوظ پخلي ورځ ده چې د خپل ګران هېواد حفاظت استحكام او پرمختګ لپاره به د كومې قربانۍ نه ډډه نه كوو۔د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال خان

كوئټه 23 مارچ (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال خان وئېلي دي نننۍ ورځ د دې لوظ پخلي ورځ ده چې د خپل ګران هېواد حفاظت استحكام او پرمختګ لپاره به د كومې قربانۍ نه ډډه نه كوو او د دې مقصد ترلاسه كولو له به د قام په حېث خپل ټول صلاحيتونه كاروو٬د دې خيالاتو خرګندونه هغه د پاكستان ورځې په موقع جاري كړې شوي خپل يو پېغام كښې وكړه۔هغه ووئيل دا ورځ د نيمې وچې په تاريخ كښې يوه عظيمه ورځ ده په كومه چې ټولو پاكستاني وګړو ته وياړ دې۔دا يو داسې زرينه ورځ ده په كومه چې د هندوستان مسلمانانو د خپل هېواد ټاكنه وكړه۔وزيراعلٰی په خپل پیغام كښې دعا وكړه چې لوے څښتن دې پاكستان د امن او سلامتيا او پرمختګ مركز جوړ كړي او د كورونا وائرس په ډول وبائي رنځونو نه دې د دے حفاظت وكړي۔