کوئټه۔23مارچ (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر امان اللہ خان یاسین زئی وئيلي دي د 23 مارچ ورځ د پاكستان په تاريخ كښې زيات اهميت لري ولې چې په دې ورځ كال 1940 كښې لاهور ښار كښې يو قرارداد منظور كړے شوے وو چې ورسره د نيمې اوچې مسلمانانو لپاره په صحيح معنو كښې د قائد اعظم محمد علي جناح په ځانګړې مشرتابه كښې د يو جلا وطن ترلاسه كولو هڅې پېل شوې وې۔ د 7 كاله خوارۍ او قربانيو نه وروسته د يو آزاد او خپلواكو هېواد ترلاسه كولو هڅو كښې مونږ كامياب شوې وو۔ هغه ووئيل دا نني حالات د دې خبرې غوښتنه كوي چې ټول قام دې يو وارې بيا د دغه جذبې او اتفاق څرګندونه وكړي۔ هغه ووئيل راځۍ چې نن په ګډه د دې لوظ پخلې وكړو چې د يو والي او يو موټي كېدو څرګندونه كولو سره به مونږ قامي يو والي ٬ ملكي سلامتيا او استحكام لپاره په ګډه كاركوو او د دې مقصد ترلاسه كولو له به د كومې قربانۍ نه مخ نه اړوو۔ هغه دعا وكړه چې لوئے څښتن دے زمونږ صفونو كښې اتحاد پېدا كړي او مونږ ته دې د هېواد او قام خذمت كولو توفيق راكړي۔