
كوئټه 22 مارچ (اے پي پي)د بلوجستان عوامي سټوډنټ فېډرېشن سېوري لاندې د 23 مارچ پاكستان ورځې په اړه لاريون وويستلے شو٬ لاريون د بېلو لارو څخه تېرېدو سره پرېس كلب ته ورسېدو٬لاريون ته د خطاب كولو په مهال د بلوچستان عوامي سټوډنټ فېډرېشن صوبائي صدر رحمت الله كاكړ ووئيل چې زمونږ د مشرانو زيات محنت او هڅو سره پاكستان د نړۍ په نقشه رامخے ته شوے او مونږ په يو آزاد او خپلواكه رياست كښې ژوند كوو كوم كښې چې د يو نعمت هم كمې نشته۔ په لاريون كښې ګڼ شمېر كسانو ګډون وكړو او په لارونو كښې يې پلے كارډز او بينرز پورته كړې وو په كوم چې پاكستان زنده باد او د پاك پوځ په حق كښې نعرې درج كړې شوې وې