د نيوزي لېنډ او بنګله دېش د كركټ لوبډلو ترمېنځه دوهم يو ورځنې مېچ به ﴿نن﴾ كېږي

كرائسټ چرچ 22 مارچ (اے پي پي) د نيوزي لېنډ او بنګله دېش د كركټ لوبډلو ترمېنځه د درې مېچونو د سېريز دوهم يو ورځنې مېچ به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ په كرائسټ چرچ كښې كېږي. د سېريز وړومبې مېچ د نيوزي لېنډ كوربه لوبډلې ګټلے دے. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دريم او وروستې مېچ به د مارچ په 26مه نېټه كېږي. د دې سېريز نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه د درې ټي ټونټي مېچونو سېريز هم كېږي