د سائنس او ټیکنالوجی لپاره د اوآئی سی قائمه کمېټۍ سیکټريټ به پاکستان كښې جوړولې شي، ، سرتاج عزیز

اسلام آباد 17 مئی (اے پی پی) د وزیر اعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز وئيلې دې جدہ كښې د او آئی سی غونډه كښی پريكړه شوې وه چې د سائنس او ټیکنالوجی لپاره د اوآئی سی قائمه کمېټۍ سیکټريټ به پاکستان كښې جوړولې شي او ټولې چارې به دلته ترسره كېږي ‘ د کمېټۍ د غونډې فالو اپ به هم پاکستان كښې كېږي۔ د نهې پھ ورځ د قامی اسمبلۍ پھ غونډه كښې د نعیمه کشور خان د او آئی سی د سائنس او ټیکنالوجی لپاره د قائمه کمېټۍ غونډه د پاکستان په ځائې قزاخستان كښې كولو پھ اړه د وزیراعظم سلاحكار سرتاج عزیز ووئيل دا كمېټي 1981ء كښی جوړه شوې وه ۔ دا وړومبنۍ غونډه نه ده ۔ دې نه وړاندې د دې 14 غونډې شوي۔ 2013ء كښې قاهرہ كښې شوي سمټ كښې د دې غونډې كولو پريكړه شوې وه۔