اسلام آباد۔21مارچ(اے پی پی) د پاکستان اتھلېټکس فېډرېشن صدر مېجر جنرل ریټائرډ محمد اکرم ساهی د وزیراعظم عمران او د هغه د كورودانې كورونا ټېسټ په مثبت راتلو دواړو له د روغ صحت دعا كړې ده چې لوئے څښتن دے دواړو له زر تر زره روغ صحت وركړي۔ هغه ټول اولس ته خواست وكړو چې د كورونا نه ځان ساتلو له په احتياطي تدبيرونو عمل وكړي۔ هغه په مشرانو وګړو زور راوړو چې هغوي دې د پاكستان حكومت كمپائن نه ګټه پورته كولو سره د كورونا نه دبچ كېدو وېكسين ولګوي۔ هغه ووئيل د كورونا دا چپه ډېره تندۍ سره مخ په خپرېدو ده ځكه مونږ له به په اېس او پيز عمل كولو سره د يو والي څرګندونه كول وي۔