لوے څښتن دے وزيراعظم له روغ صحت وركړي۔جام كمال خان

كوئټه 20مارچ (اے پی پی)د بلوچستان اعلٰی وزير جام كمال خان د وزيراعظم عمران خان لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كولو سره وئېلي دي چې د هغه د كورونا وائرس څخه زر روغتيا لپاره لاس په دعا يم٬لوے څښتن دې وزيراعظم ته روغ صحت وركړي۔ده اولس ته خواست وكړو چې د كورونا درېمه چپه پھ نظر كښې نيولو سره په اېس او پيز بشپړه عملدرآمد باوري كړي۔