پېښور ۔18مارچ(اے پی پی) د ډبلیو اېچ او د بره دير ضلعې کوآرډینېټر ډاکټر محمد ارشد دراني په مشرۍ كښې غونډه وشوه كومه كښې چې ډاكټر فرمان او فوكل پرسن ډاكټر نواب علي په خصوصي توګه ګډون وكړو۔ غونډې ته ووئيل شول د روانې مياشتې په 25 مه نېټه به د پوليو څاڅكو وركولو كمپائن پېل شي كوم كښې به چې پارليماني سېكرټري او د قامي اسمبلۍ غړے صاحبزاده صبغت الله خاص مېلمه وي۔ د روانې مياشتې تر 29 مې نېټې به ټولو سيمو كښې د 5 كالو نه د كم عمر كوچنيانو له د پوليو څاڅكې وركولې شي