د كورونا وائرس له امله قامي مېنز اېنډ وېمنز نېټ بال چېمپئن شپ وځنډولے شو۔ مدثر آرائیں

اسلام آباد۔18مارچ(اے پی پی) پاکستان نېټ بال فېډرېشن هېواد كښې د كورونا وائرس له امله قامي مېنز اېنډ وېمنز نېټ بال چېمپئن شپ تر جون مياشتې د ځنډولو اعلان كړے۔ د پاكستان سائیکلنګ فېډرېشن صدر مدثر آرائیں له مخې دا چېمپئن شپ د اپرېل مياشتې 6 مې نېټې نه تر 9 اسلام آباد كښې كېدل وو د كوم چمتووالے چې نيولے كېدو ۔ هغه ووئيل په هېواد كښې د كورونا وائرس زياتېدونكې وباﺀ له امله په لوبو بندېزونه لګولے شوے او له دې كبله دا چېمپئن شپ هم ځنډولے شوے۔ هغه ووئيل د چېمپئن شپ د نوې نېټې اعلان به د كورونا وائرس صورتحال تر مخه جون كښې كولے شي