احمد آباد۔17مارچ (اے پی پی) انګلش كپتان اېون مورګن د ټي 20 نړيوالو مېچونو سنچري بشپړه كړې۔ هغه د هند په ضد حېدرآباد كښې د خپل كېريئر 100 م ټي ټونټي مېچ وكړو۔ دې سره هغه 100 ټي 20 مېچونه كونكے د نړۍ څلورم او د انګلېڼد وړومبے لوبغاړے شو۔ دې نه وړاندې د پاكستان شعېب ملك ٬ د هند روهيت شرما او د نيوزي لېنډ روس ټېلر دا درناوے لرلو