د هند او انګلينډ ترمينځه څلورم ټي 20 انټرنېشنل مېچ به (نن) كېږي

احمد آباد 17مارچ (اے پي پي)د هند او انګلينډ كركټ ډلو ترمينځه څلورم ټي 20 انټرنېشنل مېچ به (نن) د زيارت په ورځ احمد آباد كښې كيږي، انګلينډ ته د 5 ميچونو سيريز كښې د 1-2 سره بريا ترلاسه ده ۔ د نهي په ورځ احمد آباد كښې د سيريز په دريم ميچ كښې انګلينډ هند له په 8 وكټو ماتي وركولو سره سيريز كښې كاميابي ترلاسه كړې۔ د سيريز پاتي دوه ميچونه به د كورونا وائرس زياتو شوو كيسونو په وجه د سيلګرو نه كېږي۔ د سيريز 5م او آخري ټي 20 ميچ به په 20 مارچ احمد آباد كښې كېږي