پېښور ۔16مارچ(اے پی پی) د خېبرپختونخوا حکومت د ریټائرمنټ عمر د 63 كالو په ځاے د 60 كالو كولو منظوري وركړې ۔ د وخت نه وړاندې ريټائرمنټ اخستو له حد 25 كاله سروس يا 55 كاله عمر مقرر كړے شوے۔ د صوبائي كابينې غونډه د خېبر پختونخوا وزيراعلی محمود خان په مشرۍ كښې د نهې په ورځ پېښور كښې وشوه۔ غونډه كښې د صوبائي كابينې غړو ٬ چیف سېکرټري ، ایډیشنل چیف سېکرټري او د اړوندو انتظامي څانګو سېكرټريز ګډون وكړو۔ د صوبائي كابينې پړېكړو په اړه بريفنګ كښې صوبائی وزيرانو کامران بنګش، تېمور جھګړا او شهرام ترکئی ووئيل وزيراعلی محمود خان راروان دوه نيم كاله اوسني صوبائي حكومت لپاره ډېر مهم ګرځولو سره ټولو څانګو ته هدايت كړے چې هغوي په خپلو خپلو پرمختيائي منصوبو د ټائم لائنز له مخې پېشرفت باوري كړي۔ په صوبه كښې د اوسني حكومت بلها پرمختيائي منصوبې مېچور شوي او اوس په هغې عمل كېدونكے دے۔ وزيراعظم به د صوبې دوره كولو سره د دغې د بنياد تيګه اېږدي۔ وزيراعلی محكمو ته هدايت وكړو چې هغوي د دفتري كارونو په تندۍ سره ترسره كولو ا و د مححكمو د كار استعداد بهترۍ له انفارمېشن ټېكنالوجي وكاروي۔ ای سمري سسټم دې زر تر زر ه معارفي كړے شي او د مهمو سمرو منظورۍ عمل دې يوه اونۍ كښې باوري كړے شي۔ د ځنګلونو تحفظ او د اونو په غېر قانوني توګه د وهلو ف مخنيوي له وزيراعلی د ځنګلونو محكمې ته د كوټلو ګامونو پورته كولو او د لرګو غېر قانوني وړولو راوړلو مخنيوي له په فارسټ پوستس د سي سي ټي وي كېمرو لګولو هدايت وكړو۔ وزيراعلی ټولو وزيرانو ته ووئيل چې هغوي دې اونۍ كښې لږ تر لږ دوه ورځو له خپلو دفترونو كښې ناسته باوري كړي او باقاعدګۍ سره د خپلو حلقو او ضلعو دوره كولو سره د ځائي وګړو مسئلې حل كولو له ګامونه پورته كړي۔ دغسې صوبائي كابينې د ګالف کورس کبل سوات 142 کناله زمكه د لوړو زده كړو كمېسيون ته د منتقل كولو منظوري وركړه۔ په دغه ځائې كښې به د سوات پوهنتون د مېرمنو كېمپس جوړولې شي۔ دغسې د ګالف کلب کبل سوات په 101کناله زمكه به یونیورسټی آف انجینئرنګ اېنډ ټېکنالوجی سوات جوړولې شي۔ دې سره سره د ګال كلب سوات په 40 کناله زمكه به پیډز روغتون جوړولې شي۔ د ګالف كلب سوات په 2 كناله زمكه به د ریسکیو1122 سټېشن جوړولې شي۔ صوبائي كابينې فېکلټی آف اېګریکلچر ګومل یونیورسټی ډي آئي خان ته په باقاعده توګه د زرعي پوهنتون درجه وركولو منظوري وركړه۔ كابينې د كورونا زياتېدونكو كېسونو ته پام لرنې سره د پېښور ،نوښار ٬ چارسدې ، مردان، صوابۍ، ملاکنډ، کوهاټ، سوات او كوز دير تعليمي ادارې سبا نه تر 28 مارچ د بندولو اعلان كړے۔ بياهم د سكول عمله به حاضر وي دغسې چې هغوي د كوچنيانو د پلارانو د تعليم او امتحان حوالې سره لارښودنه وكړې شي۔ كابينې پرېكړه وكړه چې د پرائمري سکول ټیچرز لپاره د فرورۍ په 7 مه نېټه كېدونكې اېن ټي اېس ټېسټ منسوخ كړے شوے۔ صوبائی کابینې د غنمو او اوړو په زيات مقدار باوري كولو له د 9 اربه روپو جاري كولو هم په اصولي منظوري وركړې۔