د پاكستان ډے 23 مارچ په مهال به د حېدر آباد جم خانه لخوا ټېنس چېمپيئن شپ كېږي

حېدرآباد۔16مارچ(اے پی پی) د پاكستان ډے 23 مارچ په مهال به د حېدر آباد جم خانه لخوا ټېنس چېمپيئن شپ كېږي۔ د مارچ 19 مې نېټې نه تر 23 مې نېټې كېدونكي پاكستان ډے مېن ټېنس چېمپيئن شپ كښې به د ګرد هېواد نه 16 نوموړي لوبغاړي ګډون كوي۔ د جم خانه صدر محمد سلیم قرېشی ،د آرګنائزنګ كمېټۍ چیئرمېن او کنوینئر اسپورټس جم خانه ډاكټر ذوالفقار یوسفانی او نورو حېدرآباد پرېس کلب كښې پرېس کانفرنس ته ووئيل پاکستان ډے چېمپیئن شپ كښې برخه اخستونكو ته به لوئې انعامونه وركولې شي۔ د ګرد پاكستان نه راغلو لوبغاړو له د تاريخي ځايونو د سېل او د مېلمستياﺀ اهتمام هم شوے ۔ هغوي ووئيل چېمپیئن شپ به د 19مارچ نه تر 23 مارچ دوام لري۔ د ټورنامنټ اهتمام جم خانه كښې سندھ ټېنس اېسوسي اېشن كړے