سوات ٬ د كورنۍ جهګړې په مهال ډزې ٬ 4 كسان مړه ٬ 2 ژوبل

سوات۔ 16مارچ(اے پی پی) د سوات په كبل شاه ډهېرۍ سيمه كښې د كورنۍ جهګړې په مهال د ډزو په نتيجه كښې 4 كسان مړه او 2 نور ژوبل شوي ۔ د پوليس له مخې د نهې په ورځ سهار د محمد علي جان نوني يو سړي په كور كښې د جهګړې په مهال د هغه زوي په ډزو كولو دوه ورونړه ٬ مور او ورندار وژلې۔ د ډزو په نتيجه كښې دوه نورې مېرمنې ژوبل شوې هم دي ۔ پوليس په دې پېښه كښې ككړ مجرم په ځاے نيولو سره د پېښې په اړه نورې پلټنې پېل كړې دي