كوئټه 16مارچ (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړې منوره منير د پي ټي آئي سينټرل ريجن بلوچستان جنرل سيكرټري عبدالباري بړيڅ سره د هغه د ورور عبدالسلام بړيڅ په مړينه غمرازي ښكاره كړې ۔ هغې په دې مهال د غمجني كورنۍ سره د يووالي څرګندونه وكړه، د نهې په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې د پي ټي آئي د قامي اسمبلۍ غړې منوره منير دعا اوكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي