كوئټه 16مارچ (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر امان الله خان ياسين زئي وئيلي دي ټوله صوبه كښې د اليكټرانك او پرنټ ميډيا نمائندګان د بلوچستان مثبت اميج رامخي ته كولو له كوټلے كردار ترسره كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ بلوچستان يونين آف جرنلسټ صدر سلمان اشرف په مشرۍ كښې د ملاقات په مهال خبرو كښې وكړه۔ د بلوچستان ګورنر امان الله خان ياسين زئي ووئيل ميډيا نه يواځي د انټرټينمنټ ښه ذريعه ده بلكه د علم او دانش رسني يوه معتبر وسيله هم ده، د بلوچستان ګورنر امان الله خان ياسين زئي ووئيل اولس كښې د حقونو او فرائض احساس رامخي ته كولو له خبريالان په زړه پوري كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د وظيفي ترسره كولو په مهال د خپلو ځانونو قربانۍ وركوونكو خبريالانو خذمات او قربانۍ د ستائني وړ دي ۔دغسې ګورنر د خبريالانو ستونزو حل له د هر ممكن مرستي باور هم وركړو۔(