د افغانستان او زمبابوے كركټ لوبډلو ترمينځه اولنے ټي – 20 مېچ نن كېږي

ابوظهبی۔16مارچ (اے پی پی) د افغانستان او زمبابوے کرکټ لوبډلو ترمينځه په 3 ټي– 20 نړيوالو مېچونو كښې اولنے مېچ نن د شورؤ په ورځ شېخ زېد سټېډيم ابوظهبي كښې كېږي۔ دې نه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځه د دوو ټېسټ مېچونو سيريز 1-1 سره يو برابر پاتې شوے۔ اولني ټېسټ مېچ كښې زمبابوے افغانستان له په 10 وكټو سره ماتې وركړې ۔ په دويم مېچ كښې افغانستان زمبابوے ته په 6 وكټونو ماتې وركولو سره سيريز 1-1 سره برابر كړے۔ د ټېسټ سيريز نه وروستو د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې ټي – 20 مېچونو سريز اولنے مېچ به د مارچ په 17 مه ٬ دويم په 19 مه او درېم اور وروستے په 20 مه نېټه كېږي۔ دا ټول مېچونه به په شېخ زېد سټېډيم ابوظهبي كښې كېږي۔(