لکھنئو ۔16 مارچ(اے پی پی) د هند او سوئيلي افريقا د مېرمنو كركټ لوبډلو ترمينځه 5 م او وروستے يو ورځنې نړيوال مېچ نن د شورؤ په ورځ كېږي۔ مېلمه لوبډله سوئيلي افريقا په سيريز كښې د 1 -3 په حساب برے لري ۔ په اولني يو ورځني مېچ كښې سوئيلي افريقې په 8 وكټونو كاميابي ترلاسه كړې وه ۔ دويم مېچ كښې هند په 9 وكټو سره سوئيلي افريقا ته ماتې وركړې ۔ خو په درېم او څلورم يو ورځنيو مېچونو كښې سوئيلي افريقې پرله پسې په 6 رنز او 7 وکټونو سره بريا ترلاسه كړې او سيريز ئې په خپل نوم كړے۔ د 5 يو ورځنو مېچونو سيريز نه وروستو د دواړو لوبډلو ترمينځه د 3 ټي ټونټي مېچونو سيريز به د روانې مياشتې په 20 م نېټه پېل كېږي