پېښور ،ایچ اېم سی او پی ډي كښې د رنځورانو شميره كمولو نوټیفکیشن جاري شو

پېښور 15مارچ (اے پي پي) کورونا وائرس رنځورانو شميره كښې د زياتوالي له امله د ایچ اېم سي انتظامیې يو ځل بيا نوټیفکیشن جاری کرې چې ترمخه به ئې او پی ډی كښې د رنځورانو داخلے او آپریشن وغیرہ او طبي آسانيو وركولو نه علاوه نور خذمات تر مناسب حد كمولې شي ۔ په روغتون كښې به د معمول له مخې ټولې آسانۍ او په خاص توګه ایمرجنسی سروسز روان وي ٬ کورونا رنځورانو مناسبت خيال ساتلو لپاره ایچ اېم سي د خپل ټول وسائل كارولو عزم كړې انشاء اللہ کورونا او نورو رنځورانو خيال ساتلو كښې به هيځ ډول بې غوري نه شي كولې